یو بریتانوي جنرال ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په عجولانه وتلو سره وښوده چې غرب له ترهګرۍ سره د مخامخ مبارزې جرات او وړتیا نه لري. ډیلي مېل د جنرال ریچارډ بارونز له قوله ویلي چې امریکا له افغانستان څخه په وتلو ستره ستراتیژیکه تېروتنه کړې ده. هغه څرګنده کړې چې امریکا په دې پرېکړې سره نه یوازې خپل ټول متحدین ډېر ارزانه وپلورل بلکې په دغه مهمه ستراتیژیکه سیمه کې یې رقیبانو ته هم د نه هېرېدو وړ امتیازونه په خیرات کې ورکړل. په همدې حال کې د بریتانیا د دولت یو تن ویاند ویلي چې دوی د افغانستان اوسنی وضعیت درک کوي او دا هم نه ردوي چې که چېرته طالبان واک ته ورسېږي نو افغانستان به د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل او نړیوالو ته سرخوږی جوړ کړي خو ټینګار کوي چې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي. هغه پر طالبانو هم غږ کړی دی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته د رسېدګي هڅه وکړي.
































