په هېواد کې د جګړو له پراختیا سره سم له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ټکان ورکوونکی بللی دی. یاد صندوق زیاته کړې چې یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي. د دغې ادارې په خبره، دا ماشومان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي دي. دغې ادارې د جګړې له ښکېلو لوریو د ملکيانو ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
































