د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په افغانستان کې د طالبانو له لوري پراخو بریدونو ته په اشارې د امریکا-طالبانو د دوحې هوکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې هغه یوه بې ځایه او ناکامه هوکړه وه. د ډیلي مېل د راپور له مخې، بن والاس زیاته کړې چې دوی له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو متحدینو سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبره مطرح کړې ده خو په وینا یې هیڅ هېواد هم زړه نه دی ښه کړی. نوموړي پر هلمند د طالبانو برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو پر هغه ځای هم پراخ بریدونه پیل کړي دي چېرته چې ۴۵۰ بریتانوي پوځیانو خپل ژوند بایللی دی، ښوونځي سوځول شوي او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. والاس څرګنده کړې چې طالبانو هیڅ تغیر نه دی کړی او ښایي دغه ډله دوی یو ځل بیا مجبور کړي چې که یوازې هم وي بېرته خپل ځواکونه دغه هېواد ته ولېږي.
































