د امریکا ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د لویو بدلونونو وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت په رهبرۍ پورې تړلي دي. د پنټاګون ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي. سرچینه کاږي چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت کړلی شي. کربي همدا راز وایي چې افغان ځواکونه پوره وسلې، مهمات او تجهیزات لري خو بیا هم د اړتیا پر مهال امریکا ددوی تر څنګ ولاړه ده. هغه ویلي پنټاګون د بایډن له امر سره سم له افغانستان د سرتېرو په ایستلو بوخته ده او د روانې میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.
































