امریکا وایي پر طالبانو به فشار راولي چې تاوتریخوالی او جګړې کمې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان سولې لپاره یې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته سفر کړی څو د افغان سولې په اړه په درې ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي. امریکا وایي خلیلزاد ته ماموریت ورکړل شوی، څو پر طالبانو فشار راولي چې جګړې ودروي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته مخه کړي. سرچینه دغه راز وایي، امریکا غواړي په دې غونډه کې خپل دريځ یو ځل بیا روښانه کړي چې په افغانستان کې د زور حکومت ورته د منلو نه دی او له هېڅ هغه جوړېدونکي حکومت سره موافقه نه کوي، چې په زور او د بشري حقونو په نقض رامنځ ته شوی وي. خلیلزاد داسې مهال دوحې ته سفر کوي چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر نوموړي سختې نیوکې پیل کړې دي. ډېری کاروونکي هغه د افغانستان د اوسني خونړي وضعیت لامل، ناکام ديپلومات او د امریکا د ګټو پالونکی شخصیت بولي.
































