امریکا منلې چې د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو او طالبانو امن مرکزونه فعال دي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی پوهېږي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان کې د روانو جګړو او ناامنیو لامل دي. دده په وینا داسې هم نه ده چې په دې اړه له پاکستان سره خبرې نه کوي، خو دغه هېواد ته یې واضح کړې چې یاد مرکزونه د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره خطرناک دي. جان کربي وایي له پاکستان سره د یادو مرکزونو پر له منځه وړلو په خبرو بوخت دي. کربي په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې هم نړیوالو رسنیو او د چارو څارونکو په ځلونو ویلي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او په دغه هېواد کې له امنو مرکزونو وسله وال راځي او په افغانستان کې په ورانکارو او خونړیو جګړو کې ونډه اخلي.
































