د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ په نوم د پولي چارو انسټېټيوټ، د تای هه فکري ارګان او های تو ګوه جه فکري ارګان د اګست پر ۹مه نېټه د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د امريکا د رښتيني وضعيت په اړه ګډ څېړنيز راپور خپور کړی دی. دغه راپور د يادو فکري ارګانونو له خوا خپور شوی لومړی نړيوال راپور بلل کيږي چې په کښې د کرونا وبا ضد د امريکا رښتينی وضعيت په ډاګه شوی دی.
نوموړی راپور د جدي پلټنو، واقعي شمېرنو او عيني دريځ له لارې د بلومبرګ اژانس هغه درجه بندي رد کړې، چې له مخې يې، د کرونا وبا ضد بري په لېست کې امريکا لومړی ځای نيولی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د امريکا کورنۍ سياسي مقابله په تېره بيا د امريکايي ګوندونو تر منځ په مقابلې کې د کرونا وبا د سياسي کېدو حالت پر دغې وبا د ګڼ شمېر امريکايانو د اخته کېدو او مړينې سبب شوی دی.
په دغه راپور کې دې ته اشاره شوي چي د امريکا حکومت د ناروغانو د ژوند د ژغورلو په نسبت د سهامي بازار د ژغورلو په برخه کې ډېرې هڅې کړي دي. د کرونا وبا پر وړاندې د امريکا د فيدرالي زېرمو ادارې تر عادي اندازې د زياتو مروجو پيسو د چاپ تدبير غوره کړی، چې له امله يې د امريکا سهامي بازار د ۲۰۲۰ م کال د مارچ له ۲۳مې نېټې وروسته له ټيټې کچې څخه د مسلسل او چټک لوړوالي حال ته داخل شوی دی. د تېر کال له مارچ څخه د روان کال تر جنوري پورې د تقريباً ۶۰۰ امريکايي ميليارډانو د شتمنو عمومي ارزښت له شاو خوا ۲ زره او ۹۴۷ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه ۴ زره او ۸۵ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د زياتوالي انډول يې ۳۸ اعشاريه ۶ سلنه دی.
په تېر يو نيم کال کې د امريکا له خوا چاپ شوي ډالره د تېرو څه باندې ۲۰۰ کلونو د چاپ شويو ډالرو له نيمې برخې سره برابر دی. د امريکا دغې کړنې د نړۍ پر نورو هېوادونو باندې د پسو پړسوب په شمول اقتصادي او ټولنيز فشارونه لګولي، حتی سياسي شخړې او سيمه ييزې ګاډوډۍ يې رامنځته کړي دي.
په دغه راپور کې ليکل شوي، چې د کرونا وبا له امله په امريکا کې د ټولنيزې تجزيې وضعيت د سختېدو په حال کې دی. د کرونا ويروس د سرچينې په اړه بې بنسټه او زهرجنې نظريې د آسيايي الاصله خلکو ضد تبعيض او دوښمنانه بريدونو د ډېروالي سبب شوی دی. سږ کال په مارچ کې د آسيايي الاصله خلکو ضد د تبعيض پېښې يو چند زياتې شوي دي. په روان کال کي په امريکا کې جنايي ونډه په پرمختللو هېوادونو کې تر ټولو لوړه ده.
په ياد راپور کې ويل شوي، چې امريکا د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې کې د ويجاړونکي رول لوبوي. امريکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن او پياوړی هېواد دی، خو د کرونا وبا پر وړاندې يې په خپل سر پرېښودلی. په دغه هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته تر ۲۰ ميليونو امريکايي اتباعو بهر ته سفرونه کړي، نو په ګرده نړۍ کې د دغې وبا د خپرېدو پړه د دغه هېواد پر غاړې ده.
جوبايډن د امريکا استخباراتي ارګانونو ته حکم ورکړ، چې په ۹۰ ورځو کې دې د کرونا وبا د سرچينې د پلټنو راپور وړاندې کړي. په عين وخت کې زياتو امريکايي لوړ پوړو چارواکو د کرونا وبا د سرچينې د لټون په اړه څرګندونې وکړې. د نوموړو دغې کړنې په نړۍ کې د بې ځايه جنجالونو د رامنځته کېدو سبب شوی دی. په امريکا کې د کرونا وبا د خپرېدو په مخکينې مودې کې شکمنو ځايونو ته د نړيوالې ټولنې د پاملرنې پر وړاندې، دغه هېواد خوله چوپه پاتې ده.
د کرونا ضد امريکايي واکسين صادراتي اندازه د دغه هېواد د واکسين د توليدي اندازې له يو پر سلمې څخه کمه ده. دغه هېواد د واکسين په برخه کې نړيوالې همکارۍ رد کړي او د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې نظام يې خراب کړی دی. د امريکا په مشرۍ د کرونا ويروس د سرچينې د لټون تروريزم د کرونا ويروس په پرتله ډېر ملاماتوونکی ويروس دی.
د بريتانيا د کامبريج پوهنتون لوړ پوړي څېړونکي مارټين ياک د کرونا وبا ضد مبارزې کې د امريکا د رښتيني وضعيت په اړه په انلاين مباحثوي غونډه کې له ګډونوالو سره خپلې نظريې شريکې کړي دي. د ده په اند، د کرونا وبا په ۲۰۲۰م کال کې په داسې حالت کې پيل شوی، چې په همدې وخت کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوي، نو امريکا دغه وبا پر چين د بريدونو وسيله بللې. د لويديځو هېوادونو حکومتونو او خبري رسنيو په زياتو برخو کې د کرونا وبا ضد د چين د بري معلومات عامو خلکو ته پټ کړي او غواړي، د چين د بدنامولو له لارې د کرونا وبا ضد روانې مبارزې کې په خپلې کمزورتيا پرده وغوړوي. هغه زياته کړه، چې امريکا د کرونا وبا ته د سړې جګړې سياسي رنګ ورکړی او دغه حالت ته به دوام ورکړي.
































