روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۵۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۵۱ زره او ۲۹۱ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۹۷۸ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت وایي چې که څه هم د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ پر ځوړ دي خو هېوادوال دې د دغه ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































