د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو په زیاتېدو سره، زرګونه کورنۍ د دغو جګړو له وېرې کابل ښار ته راکډه شوې دي. دغه کډوال چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې مېشت دي، وايي چې د جګړو له کبله ترې هرڅه پاتې دي او یوازې په یوه جوړه جامو کې یې د کورنۍ له غړو سره ځانونه تر دې ځایه را رسولي دي. د دغو کډوالو له ډلې محمد سلیم زیاتوي: «ډېر ګواښوونکی حالت و، یوازې له یو جوړه جامو او خپلو بچیانو سره مو ځانونه را ویستل، نور مو هېڅ هم نه دي را اخیستي اوس دلته په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوو.
ډېری دغه کورنۍ چې له کندوز، تخار، سرپل او سمنګان ولایتونو څخه کابل ته راکډه شوي، هره یوه یې د جګړې ډېرې ترخې کیسې له ځانه سره لري. دوی وايي چې له څو ورځو راهیسې په سختې ګرمۍ کې دلته شپې او ورځې سبا کوي، خو هېچا یې تر اوسه لاسنیوی نه دی کړی. دغه بې ځایه شوي له افغان حکومت او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې ژر تر ژر دې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي. شاه محمد چې له کندوز ښاره کابل ته راکډه شوی، زیاتوي: «یوه مړۍ ډوډۍ دې راکړي، د سرپناه لپاره دې یو مناسب ځای راته چمتو کړي، که جګړه نه وي، یوه ورځ هم دلته نه پاتې کېږو».
دغه بې ځایه شوې کورنۍ له ښکېلو خواوو هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، تر څو وکولی شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر بهاءلدین جیلاني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سختو جګړو له کبله تر ۶۰زرو کورنۍ بې ځایه شوي چې له دې ډلې ۱۷ زرو یې کابل ته ځانونه رارسولي دي. نوموړی وايي: «په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له کبله تر ۶۰ زرو کورنۍ بې ځایه شوي، چې له دې ډلې یې ۱۷ زره کورنۍ کابل ته راغلي او په بېلابېلو ناحیو کې اوس مېشتې دي».
د دغه وزارت چارواکي پر نړیوالو مرستندویو ادارو هم غږ کوي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دې د افغانانو لاسنیوي وکړي. دوی دغه راز زیاتوي، چې په کابل کې یې د ۱۰ زرو بې ځایه شویو کورنیو لپاره د یوې موقتې سرپناه بېړنۍ چارې پیل کړي او ډېر ژر به یې د دغو کډوالو په واک کې ورکړي.
د جګړو له کبله د بې ځایه شویو کسانو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د لسګونو ولسوالیو له نیولو وروسته اوس د ولایتونو پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی او دا ډله ادعا کوي چې تر دې مهاله یې د اوو ولایتونو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
































