لسګونه افغانانو د اتریش په ویانا کې د روانې جګړې د غندلو لپاره لاریون کړی و. دوی په ویانا کې د ملګرو ملتونو ددفتر مخې ته راټول شوي وو او له دغه نړیوالې ادارې یې غوښتي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره اړین، عملي او جدي ګامونه اوچت کړي. دوی همدا راز پاکستان په افغانستان کې په نیابتي جګړه تورن کړ او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې ددغه هېواد پر ناروا کړنو او ظلمونو دې سترګې نه پټوي. لاریون کوونکو همدا راز پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانانو بشري حقونه خوندي کړي. تر دې وړاندې هم سلګونه افغانانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په افغانستان کې د روانې جګړې د درېدو او دایمي اوربند د رامنځ ته کېدو لپاره لاریونونه کړي او له نړیوالو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
































