د راپورونو له مخې د امریکا سنا د زیربناوو د بیا رغونې لپاره د بایډن هغه پلان ته مثبته رایه ورکړې ده چې لګښت به یې تر زرو میلیاردو ډالرو پورې رسېږي. د بایډن ګوند دا ستره لاس ته راوړنه بولي او وايي په دې سره به په امریکا کې بنسټیز بدلونونه راشي. دا پیسې د هغو تاسیساتو د جوړولو او بیا رغولو لپاره لګول کېږي چې دمګړی زیانمن شوي او یا زاړه شوي دي. دا د امریکا په تاریخ کې د بیا رغونې لپاره تر ټولو ډېرې ځانګړې شوې پیسې دي. ددې پلان تر تایید وروسته بایډن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دا یې ستره لاس ته راوړنه ده او د امریکا د ډېری ښارونو بڼه به بدله کړي.
































