که څه هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی، تر اوسه پورې یې څو ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او هره ورځ په نویو سیمو واک ټینګوي، سپینه ماڼۍ وایي چې دوی له دغه هېواد څخه د خپلو عسکرو پر ایستلو پښېمانه نه دي او ټینګار کوي چې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی ناممکن نه دی ځکه چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او کولی شي د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي. د سپنې ماڼې ویاندې جین ساکې پرون د افغانستان په اړه د بایډن تر څرګندونو وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي چې امریکا پر افغان ځواکونو لګښتونه کړي دي او دوی ډاډه دي چې که د دغه هېواد رهبران قوي اراده ولري طالبانو ته ماتې ورکولی شي. د یادونې ده چې تر ساکي مخکې بایډن هم د افغان پوځ وړتیا ستایلې او زیاته کړې یې ده چې دا د افغان پوځ مسوولیت دی څو له خپلې خاورې دفاع وکړي.
































