ولسمشر غني وایي چې افغان دولت د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې پرېکنده اراده لري. نوموړي دا څرګندونې نن په بلخ کې له قومي مخورو او د ولسي پاڅونوالو له مسوولینو سره په لیدنه کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې قومي مخورو او د ولسي پاڅونوالو مسوولینو د وسله والو د پر شا تمبولو او په ښه ډول د جګړې د مدیریت په اړه ولسمشر غني ته خپلې طرحې او ړاندیزونه وړاندې کړي دي. د سرچینې په خبره، ولسمشر غني د یادو مشرانو د وړاندیزونو په رڼا کې لازمې لارښوونې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې افغان دولت د وضعیت د بدلون لپاره پلانونه لري او له دښمن سره پرېکنده مبارزې ته ژمن دی.
































