د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې له تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان بندرونه د طالبانو په ولکه کې دي. رویټرز ویلي چې دې چارې له امنیتي پلوه مسکو اندېښمن کړی دی خو شویګو زیاته کړې چې طالبانو ژمنه کړې ده چې له دغو بندرونو څخه به هغه لوري ته نه وراوړي او د دوی لخوا د پخواني شوروي متحدینو ته ګواښ متوجه نه دی. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به له خپلو ملګرو سره ګډو پوځي مانورونو ته هم دوام ورکړي. په ورته وخت کې د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان والري ګراسیموف ویلي چې دوی د افغانستان په ګاونډ کې د خپلو متحدینو د امنیت خوندیتابه لپاره اړین تدابیر نیولي دي.
































