د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې نه یوازې پاکستان بلکې ټوله سیمه زیانمنولی شي، نو له همدې امله پاکستاني لوري ته په کار ده چې د موضوع حساسیت درک کړي او په صادقانه توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي. صادق خان هم ویلي چې افغان جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او دوی به هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي.
































