امریکایي استازي وایي ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته راوبولي. نیوز ویک د امریکایي استازو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې له روان وضعیت خبرېږي نو له همدې امله په دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي ته اندېښمن دي. د سرچینې په خبره بلخوا دا چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ښارونو یې بریدونه پيل کړي دي، نو ځکه باید امریکايي استازي په دې اړه د واحد دريځ لرلو لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړي. استازو ویلي چې دوی هڅه کوي خپله طرحه جوړه کړي او هغه د بایډن ادارې ته وسپاري. امریکایي استازي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي امریکا او پاکستان په هېواد کې د روانې جګړې اصلي مسوولین بولي او له نړیوالو بنسټونو ددغه هېوادونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي.
































