امریکا وایي د افغانستان د راتلونکې مسوولیت ددغه هېواد مشرانو او رهبرانو پر غاړه دی. د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري. د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت دی چې دوی خپل یووالی ساتلی شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کولی شي او کنه. نوموړې همدا راز ویلي افغان ځواکونه هر هغه څه په واک کې لري چې اړتیا ورته لري، نو له دې امله امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه واضح تجویز نه لري، بلکې مسوولیت یې افغان مشرانو او چارواکو ته سپارلی دی. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ګڼل کېږي او افغانان په دې باور دي چې د اوسني وضعیت مسوولیت هم پر امریکا او ددوی پر سیاستوالو دی.
































