وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی دی وضعیت هماغسې نه دی. د نوموړي په وینا، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې په کابل بلکې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی او دغه ډله نشي کولی چې د کابل امنیت له خطر سره مخ کړي. د یادونې ده چې رویټرز پرون د پنټاګون د یو چارواکي له قوله ویلي وو چې ښایي طالبان په دېرشو ورځو کې کابل ته جدي امنیتي ګواښونه پېښ کړي.
































