د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او د پاسپورت متقاضیان شکایت کوي چې په پاسپورت ریاست کې فساد اوج ته رسېدلی دی. دوی وایي چې یاد ریاست ته د مسلمه اماني په نوم د راغلې رییسې له ګمارل کېدو وروسته یو پاسپورت په درې او ان څلور سوه ډالرو پلورل کېږي. دوی اماني له کمېشن کارانو سره په لاس لرلو تورنوي او وایي چې کمېشن کاران د یو پاسپورت پر سر له درې تر څلور سوه ډالرو پورې بډې اخلي. شکایت کوونکي زیاتوي چې که چېرته څوک په یوه اوونۍ کې پاسپورت تر لاسه کول غواړي نو باید پیسې مخکې له مخکې تحویل کړي او که چېرته داسې ونه کړي نو یوې امضا ته هم باید په میاشتو منتظر پاتې شي. د یادونې ده چې مخکې تر دې د رییس په توګه د سید عمر په دوره کې هر څه منظم وو او خلک هم د دغه ریاست له کارونو خوښ وو خو اوس د خلکو په وینا دا ریاست د فساد په ستره مرجع بدل شوی دی.
































