وروسته تر هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره د افغان پوځ پر مبارزه نیوکه وکړه او د پوښتنې په ډول یې وویل، چې چېرته دي د افغان پوځ تجهیز، وړتیا او روزنه، په پاکستان کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې پاکستان په دې ډول څرګندونو سره ځان نه شي سپینولی. دوی وایي چې که چېرته پاکستان په افغان چارو کې د لاسوهنې څانګړې توګه د طالبانو د ملاتړ خبره ردوي نو هیڅوک یې هم نه شي منلی ځکه د دوی په وینا، ټول ویني چې پاکستان له مودو راهیسي د ترهګرو ملاتړ کوي او له خپلې خاورې څخه افغان جګړې ته د جهاد په نوم جنګیالي لېږي. بشرا ګوهر وایي چې پاکستان په دې وروستیو کې تر سختو فشارونو لاندې دی او اوس نه پوهېږي چې ځان څه ډول سپین ثابت کړي نو په وارخطایي داسې څرګندونې کوي چې هیڅ بني ادم ته د منلو وړ نه دي. په ورته وخت کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو یو استاد پروفیسور ډاکتر عبدالشکور هم وایي چې پاکستان باید د ښه ګاونډیتوب اصل ته په پام په افغان چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په دغه هېواد کې د جنګېدونکو وسله والو ډلو له ملاتړه لاس پر سر شي.
































