د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید آسټین له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ولسمشر غني سره په دې ټلفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د طالبانو د تاوتریخوالو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره ودریږي. د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ټینګار کړی چې واشنګټن ژمن دی څو د افغانستان له حکومت سره خپل پیاوړي دیپلوماتیک او امنیتي روابط وساتي. دغو دوو امریکایي چارواکو له ولسمشر غني سره په ټیلفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې امریکا تر اوسه هم د سیاسي لارې څخه د افغان ستونزې د هواري ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.
































