د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې ښايي د طالبانو له مشر سره وګوري. اردوغان دا تایید کړې چې د ترکیې دولت اوس له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دی. اردوغان ویلي، په افغانستان کې تازه بدلونونه او د عامو خلکو وضعیت په ریښتیني توګه ناراموونکی دی. نوموړي دغه راز ویلي، که حالات په لوړه کچه کنټرول نشي، په افغانستان کې د سولې راتګ به امکان ونه لري. رجب طیب اردوغان څو اوونۍ وړاندې په طالبانو غږ کړی و چې باید د خپلې خاورې د اشغال نه لاس واخلي.
































