امریکایي او بریټانوي چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، په راتلونکو ساعتونو کې به ۳ زره امریکایي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په ایستلو کې مرسته وکړي. په ورته مهال د بریټانیا حکومت هم اعلان کړی نږدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته رالیږي چې دلته د مېشتو بریټانویانو ایستلو کې مرسته وکړي. دغه بریټانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریټانویانو، د دوی د افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.
































