د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې تر اوسه پورې د امریکا په نیویارک ښار کې ۲۱ زره او ۲۹۱کسان د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. ددې سازمان تازه شمېرې ښیي چې ۲۷۷۴۴۵ نور کسان په نیویارک ښار کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي. په امریکا کې ټول ۹۲۵۷۵۸ کسان پرکرونا ویروس اخته شوي، چې له ډلې تر اوسه پورې ۵۲۲۱۷ تنه مړه شوي او ۱۱۰ زره او ۴۳۲ بیا له دې ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي.
































