بریټانیا کې په یوه برید کې شپږ کسان وژل شوي دي، د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره بریټي پاټل دا ډله ییزه وژنه تاییدوي او هغه یوه ټکان ورکوونکې پېښه بولي. د بریټانیا پولیسو ویلي چې د شکمن کس په ګډون دوه میرمنې او درې نارینه د پېښې په سیمه کې د ټپونو له امله ساه ورکړې او یوه میرمن روغتون ته له رسېدو لږ وروسته ووژل شوه. رویټرز خبري آژانس ویلي چې دا برید له ترهګرۍ سره تړاو نلري. د راپورونو له مخې بریدګر له برید وروسته له سیمې تښتېدلی او وروسته یې بیا همدې سیمې ته نږدې په یوه پارک کې دوه تنه په ډزو وشتي دي.
































