ملګري ملتونه وایي د بریدونو د درولو وخت دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي. دده په خبره ددې جدي اړتیا ده چې بریدونه ودرول شي او مذاکرات چټک کړل شي. ګوتریش وایي د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده، خو که کومه ډله د زور له لارې واک ته رسېدل او د جګړو دوام غواړي نو دوی به افغانستان منزوي کړي او ملکي تلفات به لوړ شي. هغه یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي.
































