د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د سپین بولدک او چمن تر منځ د تګ راتګ لار کې د پاکستاني ځواکونو او هغو افغانانو تر منځ اخ و ډب شوی چې د دروازې پرانیستلو په تمه هلته یو ځای شوي وو. د راپورونو له مخې پېښه د دروازې پرانیستل کېدو په تمه د یوه ولاړ سپین ږیري له مړینې وروسته رامنځته شوه، چې غوښتل یې خپل هېواد افغانستان ته را داخل شي، خو د زړه حمله پرې راغلې او مړ شوی دی. ویل کېږي هلته ولاړ خلک له مړي سره پاکستاني سرحدي چارواکو ته ورغلل او د دروازې پرانیستلو غوښتنه یې ترې وکړه. وروسته خلکو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي او امنیتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او په لرګیو یې احتجاج کوونکي وهلي دي. له دې وروسته نن سهار دغه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
































