ولسمشر غني وایي چې د هیواد د سیاسي مشرانو او نړیوالې ټولنې سره د روان سیاسي حالت په اړه په لوړه کچه خبرې روانې دي او ژر به یې نتیجه اعلان کړل شي. هغه په یو ویډیویي پیغام کې زیاته کړې چې نوموړی د ټول هېواد له وضعیت خبر دی، نو د ملکي وګړو او دغه راز د نورو افغانانو د وینې بهېدنې مخنیوي لپاره یې هڅې په ټول شدت سره روانې دي خو دا چې د راتلونکې په اړه به یې پرېکړه څه وي، له سیاسیونو او نړیوالې ټولنې سره تر مشورو وروسته به جوته شي. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیا انسجام په اړه وویل چې دا چاره یې لومړیتوب دی او ډاډ ورکوي چې هېواد او هېوادوال به په اوسني بد وضعیت کې یوازې پرېنږدي.
































