پاکستان نن خپله ازادي لمانځي، له همدې سره جوخت په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی دی چې په پایله کې یې پنځو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید نن د بلوچستان په لورلایي سیمه کې د پوځ پر موټر شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. پوځ ویلي چې په ځوابي برید کې یې دوه وسله وال هم وژلي دي. تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































