سي ان ان د یوې معتبرې ډیپلوماټیکي سرچینې له قوله ویلي چې واشنګټن کابل ته د سرتېرو په استولو سره هڅه کوي چې لږ تر لږه کابل د ویتنام د پلازمینې سایګون له برخلیک څخه وژغوري. راپور کاږي، بایډن په داسې حال کې دا پرېکړه کوي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او امریکا چې په دغه هېواد کې یې ماتې خوړلې ده نه غواړي کابل هم د سایګون له برخلیک سره مخ کړي. دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي سي ان ان ته ویلي، چې کابل ته د زرګونه امریکایي سرتېرو د ورتګ موخه دا ده چې جو بایډن نه غواړي بهرنی سیاست یې د افغانانو او دغه راز د امریکا د رقیبانو تر پوښتنې لاندې راشي. د ویلو ده چې نن سهار یو شمېر امریکایي عسکر بېرته کابل ته را استول شوي دي او داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې د دې سرتېرو دنده په خوندي توګه د سفارت د کارکوونکو او نورو سرتېرو ایستل دي.
































