د راپورونو له مخې د هایتي د پلازمینې شاوخوا ښارونه د ریشتر په کچه ۷،۲ زلزلې لړزولي او زرګونه کورونه او ودانۍ یې نړولې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه د ۳۰۰ کسانو د وژل کېدو خبرونه تایید شوي دي او شاوخوا دوه زره ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د هایتي چارواکو په دغه هېواد کې یوه میاشت بېړنی وضعیت اعلان کړی دی او په خبره یې په ډېری ښارونو کې کورونه، دولتي ودانۍ، روغتونونه او تحصیلي مرکزونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. سرچینې وایي چې ښایي ددې تلفاتو او مالي زیانونه کچه نوره هم لوړه شي، ځکه تر اوسه لومړني عملیات روان دي ډېری خلک تر خاورو لاندې دي.
































