د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي د افغانستان جګړه بل ولسمشر ته په میراث پرې نه ږدي. بايډن وايي دی څلوروم ولسمشر دی چې د واک پر مهال یې امریکا لا هم په افغانستان کې ښکېله ده، خو دی به یې بل ولسمشر ته په میراث پرې نه ږدي. بايډن دغه راز افغانستان ته د پنځه زره سرتېرو لېږل منظور کړي دي او تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي. هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې نه شي او امریکایي ګټو ته زیانونه ورسوي نو د امریکا له سخت پوځي ځواب سره به مخ شي. بايډن د افغان پوځ په اړه ویلي چې خورا پیاوړی دی او باید د خپل هېواد دفاع وکړي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې له امنیتي او دفاعي اداراتو سره یې په اړیکه کې دی او د افغانستان ټول وضعیت له نږدې څاري. دده په خبره ټولو چارواکو ته یې امر کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره هڅه وکړي.
































