د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې له ولسمشر غني سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې له ديپلوماتیکو لارو د روانې جګړې د ختمولو لپاره دې هڅې ډېرې کړي. د بلینکن په وینا افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ددې جدي اړتیا ده چې افغان مشران په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. بلینکن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم له دیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د ختمولو پر اړتیا خبرې کړې دي او له نوموړي یې مننه کړې چې په دې برخه کې یې هڅې ډېرې کړې دي. بلخوا د امریکا ولسمشر ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر دده په لارښوونه له افغان مشرانو سره په اړیکه کې دی او د روان وضعیت د مدیریت لپاره به خپلې مشورې ورسره شریکوي.
































