د امریکا ددفاع وزارت وایي د کابل هوايي ډګر د خوندي ساتلو لپاره یې زر کسه نور سرتېري هم رالېږلي دي. د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ آسټن په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د کابل له هوایي ډګر د ديپلوماتانو د مصون ایستلو او په دغه ډګر کې د نظم ساتلو لپاره زر کسه نور هم ځای پر ځای کړي دي. دده په خبره په دې سره په کابل کې د امریکایي ځواکونو شمېر شپږو زرو کسانو ته رسېږي. امریکا وایي چې دغه کسان په موقتي توګه په کابل کې ځای پر ځای شوي دي او د امریکايي وګړو او ديپلوماتانو تر ایستلو وروسته به دوی هم له افغانستان وځي. تر دې وړاندې دلته د شته امریکایي ځواکونو شمېر پنځو زرو ته رسېده چې ټول د کابل په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.
































