که څه هم چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې کابل کې خپل سفارتونه تړلي، چین او روسیې اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي. چین په افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې په خپلو ځایونو کې دې پاتې شي، خو ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې بېلابېلو خواو سره یې د خپلو وګړو امنیت د اړه خبرې کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون دولتي رسنیو ته وویل چې کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري.
































