د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان او فلسطین پر موضوع هم خبرې اترې کړې دي. د المملکه خبري اژانس په حواله، محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې قطر په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپله سیاسي نقشه لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي. هغه زیاته کړې چې نړۍ په افغانستان کې راغلي ناڅاپي تحول حیرانه کړې ده خو دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره په امنه توګه له دغه هېواد څخه د ډیپلوماټانو د ایستلو برخه کې همکارۍ ته هم ژمن دي. نوموړي څرګنده کړې چې دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د امنیت او ثبات او دغه راز د واک سوله ییز لېږد برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. الثاني وایي، هیله لري چې هر څه ژر افغانستان بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
































