په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د چين مېډېا ګروپ له خبريال سره د مرکې پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امريکا د ناکامو تګلارو پايله او هم له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو د نامسوولانه وتنې نتيجه ده. نوموړي زیاته کړې چې د چين سفارت د افغانستان وضعيت پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي، د دغه هېواد حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري، په کورنيو چارو کې يې مداخله نه کوي، له بېلابېلو خواوو سره تماس ساتي او له ټولو افغانانو سره ښې دوستانه اړیکې غواړي. هغه هیله ښودلې چې د افغانستان بېلابېلې خواوې د هېواد او ملت ګټو او سوله ييز پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او له خپلو حالاتو سره سم ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي. نوموړي څرګنده کړې، چې د چين سفارت به د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
































