د امریکا پخواني ولسمشر تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړی دی. جورج بوش هغه کس چې په افغانستان کې یې شل کلنه جګړه پيل کړه، وایي د افغانستان حالاتو ورباندې ناوړه اغېز کړی او دې هر څه ته حیران دی. هغه وایي زرګونه افغانانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له دوی سره همکاري کړې چې ژوند یې په خطر کې دی او باید وژغورل شي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د زده کړو او تعلیم ملاتړ کوي او که اړتیا پېښه شي دی او د بوش بنسټ په افغانستان کې له تعلیمي بهیر سره مرسته کوي. بوش بايډن ته په خطاب ویلي چې د امریکایي ځواکونو افغان همکاران دې ژر تر ژره په امنه توګه له دغه هېواد و ایستل شي.
































