له روسیې، چین، تاجکستان او ترکیې وروسته ایران هم ویلي چې په کابل کې یې سفارت او هرات کې یې کنسولګرۍ پرانیستې دي او خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی وضعیت له نږدې څاري او په دغه هېواد کې یې استازولۍ له کومې ستونزې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. پر کابل د طالبانو د ولکې نن درېیمه ورځ ده او د راپورونو له مخې، وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدونکی دی.
































