د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره د حکومت د رسنیو په مرکز کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې، مجاهد وویل چې سیاسي لوري په جدي توګه کار کوي تر څو د حکومت مشرتابه د نشتوالي روانه تشه ژر ډکه کړل شي، نوموړي وویل چې هڅه داده تر څو ټولو لورو ته یو ټولمنلی نوی حکومت جوړ شي، مجاهد زیاته کړه چې طالبان له ګاونډیو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره د اړیکو غوښتونکي او د افغانستان د آبادۍ لپاره د مرستې غوښتنه هم ترې کوي،نوموړي د ښځو ، رسنیو او بیان پر آزادۍ ټینګار وکړ خو زیاته یې کړه چې باید اسلامي حقوق او د هیواد لوړې ګټې په پام کې ونیول شي، مجاهد وویل چې د نوي حکومت ټوله هڅه به دا وي چې مخدره مواد د شلو کلونو پخوا په څیر بیرته صفر کړي، مجاهد پاکستان ته له افغانستان څخه د وسلو او مهماتو د لیږد په تړاو راپورونه رد او ویې ویل چې تش تبلیغات دي او یو میل وسله هم ګاونډي پاکستان ته نه ده انتقال شوې، ذبیح الله مجاهد د ملي بیرغ په تړاو وویل چې په دې تړاو به هم ژر نوی جوړیدونکی حکومت پریکړه وکړي .
































