امریکايي سناتوران وایي د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي. دده په وینا د امریکا حکومت په تېر شل کلن ماموریت کې تل په خپلسرې توګه پرېکړې کړې او تګلارې یې جوړې کړې دي چې د پوښتنې ګروېږنې وخت یې دی. منندز وایي دوی هڅه کوي د بایډن تګلارې او د هغه پرېکړه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي. دوی همدا راز په دې تړاو د استماعیه غونډې د جوړېدو خبره هم کړې ده.
































