اروپایي ټولنه وایي چې د افغانستان له راتلونکي دولت سره په هغه صورت خپلو همکاریو ته دوام ورکوي چې د بشر اساسي حقونو ته درناوی وکړي. د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول د دغې ټولنې د غړو هېوادونو تر ناستې وروسته ویلي چې د افغانستان له راتلونکي دولت سره یې همکارۍ مشروطې دي. د هغه په وینا، که چېرته راتلونکی دولت د بشر حقونو، بیان ازادي او ښځو حقونو ته درناوی وکړي نو دوی به هم ورسره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو پر طالبانو غږ کړی دی چې د افغانانو بشري او نورو بنسټیزو حقونو ته باید ژمن واوسي.
































