د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه په لدا تحصیل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته د برید په پایله کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. پاکستاني پوځ ویلي چې تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي خو څوک نیول شوي نه دي. د برید پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر په یوه مرکه کې ویلي وو چې دوی به د پښتنو د خاورې تر ازادولو پورې د پاکستاني ادارو پر ضد خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.
































