د بریتانیا لومړي وزیر چې مخکې تر دې یې هم د طالبانو په اړه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې دوی طالبان په رسمیت نه پېژني او له نورو هېوادونو یې هم ورته غوښتنه کړې وه، اوس یې تازه څرګنده کړې ده چې دوی د طالبانو عمل ته ګوري نه څرګندونو ته. نوموړی د طالبانو هغې خبرې ته په اشارې چې ویلي یې دي، دوی عمومي عفوه اعلان کړې ده وایي، بریتانیا د ترهګرۍ، جنایت، مخدره توکو او بشري حقونو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو عمل ته ګوري نه د دغې ډلې خبرو ته. د وروستیو راپورونو له مخې، نړۍ په ډېر دقت په افغانستان کې رامنځته شوی تحول څاري او په خبره یې، د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري.
































