د امریکا ولسمشر جو بايډن وایي سرتېري به یې د ټولو امریکايي وګړو تر ایستلو پورې په افغانستان کې وي. بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي ان که تر ټاکل شوې مودې وروسته د امریکايي ځواکونو د حضور دوام هم وبلل شي، نو دوی اړ دي چې خپل سرتېري د ټولو وګړو تر ایستل کېدو پورې د کابل په هوایي ډګر کې وساتي. بایډن وایي دوی ژمن دي چې ټول امریکايي وګړي او هغه کسان چې امریکا د دوی د امنیت ژمنه کړې ده له افغانستان وباسي. بلخوا د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین بیا وایي چې تر دې دمه د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ هېڅ ډول خصمانه حرکت نه دی رامنځ ته شوی. دده په خبره د کابل په هوايي ډګر کې شاوخوا ۴۵۰۰ عسکر دي چې له طالب قومندانانو سره دلته د وضعیت په اړه په اړیکه کې دي.
































