د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له خپل هالنډي سیال مارک روټه سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې نړۍ باید افغانستان په رسمیت وپېژني. د عمران خان له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان په دې خبرو کې ټینګار کړی دی چې باثباته او امن افغانستان نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی. هغه له نړۍ غوښتي چې افغانستان په رسمیت وپېژني څو دا هېواد هر څه ژر د دولت جوړونې او اقتصاد برخه کې پرمختګ وکړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یو شمېر مهمو هېوادونو ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه پورې پر دغه هېواد د واکمنو طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه وخت شته دی.
































