د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي. دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په پایله کې اوس فعال او امن شوی دی. د امریکا د ملي امنیت ټیم ولسمشر جو بایډڼ او د هغه مرستیاله کاملا هریس په وروستیو پرمختګونو خبر کړل او وې ویل چې د اګست له ۱۴ څخه یې له افغانستان نه ۷۰۰۰ کسان ایستلي چې د جولای د میاشتې له پایته رسېدو راهیسې د ټولو ایستل شویو کسانو مجموعي شمیر ۱۲۰۰۰ تنو ته رسیږي. بایډن دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون د هر ډول مهم تروریستي ګواښونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
































