د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سليوان ویلي، چې له افغانسان څخه د امریکایانو ایستل خطرناک ماموریت دی. نوموړي ویلي، له طالبانو سره یې خبرې کړي تر څو خلکو ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته په خوندي ډول د تګ اجازه ورکړي. سلیوان زیاته کړې چې دوی د هر ډول احتمالاتو په اړه اندېښنه لري. نوموړي ویلي، یو احتمال چې جدي تمرکز پرې کوي، هغه د داعش په څېر د یوې ډلې له خوا احتمالي ترهګریز برید دی خو هڅه یې دا ده څو دغه ډول خطرات کم او په الوتکو کې د خلکو شمېر زیات کړي. امریکا هڅه کوي چې له افغانستان څخه امریکایي اتباعو، د سفارت پرسونل، د ځانګړې ویزې غوښتونکي، د هغوی کورنۍ او همداشان هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي څومره ژر چې ممکن دي وباسي.
































