د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د خپلواکۍ د ۱۰۲یمې کلیزې او د عاشورا د ورځې نمانځلو په هدف په خبرو کې د طالبانو له مشرانو سره د خپلو خبرو پایلې اعلان کړې. د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې له طالبانو سره مفصلې خبرې ترسره شوې، خو په وینایې، تر اوسه اساسي بحثونه نه دي پیل شوي. ده زیاته کړه چې له طالبانو او یو شمېر نورو مشرانو سره خبرې پیل شوې او هیله څرګندوي چې ډېر ژر به پر اساسي مسایلو هم خبرې پیل شي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا وویل چې له طالب مشرانو سره پر اساسي مسایلو هم بشپړې خبرې شوې دي. د ده په وینا، یادې خبرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې چې د هېوادوالو امنیت خوندیتوب او د نظام تشکیل پکې شامل وو.
































