د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی انس حقاني وايي، نړيوالو غوښتل چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته لا هم په افغانستان کې جګړه دوام وکړي، خو په وينا يې چې دوی د دې اراده نه لري. نوموړي په خوست کې د قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د رسنيو استازو يوې غونډې ته وويل، له دې وروسته اړتيا نشته چې د پرديو په لمسون د يو بل وينه تویې شي. نوموړي وويل، د دوی مشرتابه او د دغې ډلې نور مشران په افغانستان کې د يو ټول شموله حکومت د جوړولو پلان لري، چې بيا اړتيا پېښه نه شي، چې څوک په يو او بل نوم وځورول شي. انس حقاني وويل، چې په اوس کې د دوی ټول تمرکز پر لويو ښارونو په ځانګړي ډول د کابل د نظم برابرولو او وضعيت کنټرول ته دی، چې ولس له ستونزو او مشکلاتو وژغورل شي.
































